انصار: (د مرغومی ۱۲ مه)، د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي «جنتن ټراټ» تړون د یوه بل کال لپاره هم وغځول شو.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه تړون د غځېدو لامل هم د نوموړي غوره روزنه او ورسره د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدل دي چې پر بنسټ به یې ټراټ د ۲۰۲۴م کال تر پایه له افغانستان کرکټ بورډ سره پاتې وي.
جنتن ټراټ د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د افغانستان له کرکټ بورډ سره قرارداد لاسلیک کړ چې له هغه وروسته نوموړي د ملي لوبډلې په یو شمېر مهمو بریاو کې مثبت رول درلود.
د دغو بریاوو غوره یې د ۲۰۲۲م کال اسیام جام، د پاکستان پر وړاندې د ۲۰۲۳م کال د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ، د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ او د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام وو.
هغه ۵۲ ټېسټ او ۶۸ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چې اوسمهال له تېر ۲۰۲۲م کال راهیسې له افغانستان کرکټ بورډ سره د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29370